1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار او ارزګان کې جګړې، په تیرو ۲۴ ګړیو کې درییو تنو ژوند بایللی او ۱۸ تنه ټپيان دي

کندهار-1536x1087
04 Aug 2021

په کندهار او ارزګان ولایتونو کې د هاوان د لګیدو په پایله کې درییو تنو ژوند بایللی او ۱۸ تنه هم ټپیان شوي دي.

د کندهار د میرویس روغتون پازوال وايي چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د جګړو او هاوان ویشتلو په پایله کې له دولسمې او پنځلسمې حوزو او ژیړۍ، ډنډ او میربازار ولسوالیو او همدا شان ارزګان ولایت څخه درې مړي چې هویت یې نه دی څرګند او ۱۸ ټپيان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي دې روغتون ته لیږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې په کندهار کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې ډيری له ولسي کسانو قرباني اخلي.