په کندهار او بادغیس ولایتونو کې د طالبانو د عشر او زکات مسوول له ۲۹ تنو نورو سره ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې طالب جنګیالیو تیره ورځ ( دلړم۱۳) د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې هغه مهال د هوایي برید موخه وګړځیدل چې پر امنیتي ځواکونو د یرغلیز بریدونو لپاره سره راټول شوي وو چې په پایله کې د دې ډلې د عشر او زکات د پازوال په ګډون ۹ تنه مړه او پنځه تنه نور هم ټپیان شوي دي.
له بلې خوا دا وزارت زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه راټولیدنه هوایي برید وکړ چې په پایله کې ۲۰ وسله وال طالبان مړه او د دوی یو شمیر جنګي وسلې هم له منځه تللي دي.
خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.