په کابل او کندهار ولایتونو کې د واټ تر غاړې ماین چاودنې په پایله کې لس ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ولسي کسانو یو موټر تیره شپه (یوه نۍ/یکشنبه زمري/اسد ۱۹) د کندهار ارغستان ولسوالۍ پر لار له هغه ماین سره برابر شو چې د ترهګرو له لوري ځای پر ځای شوی وو.
په دې پیښه کې ۸ ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
په همدې حال کې د کابل پولیسو اعلان وکړ چې تیره ورځ مازدیګر د کابل په کمپنۍ سیمه کې په یوې کراچۍ کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې یې د یوې میرمنې په ګډون دوو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پنځه امنیتي ځواکونه ټپیان شول.
د راپورونو پربنسټ،دا ماین د امنیتي ځواکونو له لوري موندل شوی وو خو د د شنډیدو پر مهال وچاودید.
په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د واټ تر غاړې ماین چاودنو ډیری له ولسي کسانو قرباني اخیستې چې د خلکو اندیښنې یې هم راپارولي دي.