| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په کندهار ولایت کې د څلورو خبریالانو نیول؛ د بښنې نړیوال سازمان د خبریالانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه
27 Jul 2021
په افغانستان کې د رسنیو ملاتړو بنسټونو، په ناقانونه توګه د خبریالانو نیول د وینا د خپلواکۍ او بشر حقونو د اصولو پرخلاف بللي او د هغو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې.
بسم الله وطندوست، قدرت سلطاني، محب عبیدي او ثناءالله صیام، هغه څلور خبریالان دي چې تیره ورځ (دوه نۍ، زمري څلورمه)، په کندهار ولایت کې د ملي امنیت ادارې له لورې نیول شوي دي.
د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړي بنسټ (نۍ)، په یوې اعلانپاڼې ویلي چې دا څلور خبریالان وروسته له هغه ونیول شول چې هغوی په دې ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته تللي وو او د دې ډلې له یوه قومندان سره یې مرکه کړې وه.
د رسنیو ملاتړی بنسټ وایي، دې سره چې د دی څلورو خبریالانو له نیولو یوې شپې او ورځې څخه ډیره موده تیریږي، خو تراوسه یې برخه لیک ندی روښانه شوی.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړي بنسټ اجرایي مشر، مجیب خلوتګر، رسنیو ته په یوه پیغام کې، د خبریالانو دا نیول د قانون پرخلاف بللي او د هغو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده. هغه ټینګار کړی چې هر ډول رسنیزه سرغړونه باید د رسنیو د سرغړونو او شکایتونو ته د رسیدنې کمیسیون له لارې رسیدنه وشي.
د نی دفتر همداراز ویلي: “په ناقانونه توګه د خبریالانو نیول او بندي کول به د دې لامل وګرځي چې خبریالان ونشي کولای د جګړې سیمو ته ولاړ شي او د هغو کسانو له حالت څخه چې په جګړې کې ګیر پاتې دي، ګزارش جوړ او وروسته یې خپور کړي. دا مسئله خپله د وینا د خپلواکۍ او بشري حقونو د اصولو پرخلاف ده.”
له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان هم ویلي چې دا سازمان په کندهار ولایت کې د څلورو نیول شویو خبریالانو د نیولو اړوند اندیښمن دی. دې بنسټ اعلان کړی چې نیول شوي خبریالان، د ملکي مرګ ژوبلې د څیړنې وروسته له سپین بولدک ولسوالۍ څخه د ستنیدو په حال کې وو.
د بښنې نړیوال سازمان همداراز د افغانستان له حکومت څخه د دې خبریالانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
Afghanistan: We are concerned about the detention of four journalists in Kandahar by National Security Directorate since yesterday. These journalists were returning from Spin Boldak district after investigating about civilian casualties. We call for their release. https://t.co/bfeMDKMWh4
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) July 27, 2021
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا خبریالان د طالبانو د تبلیغاتو په تور نیول شوي او دوسیه یې هم مستنده ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، میرویس ستانکزي رسنیو ته په یوه پیغام کې وویل: “حکومت د وینا خپلواکۍ ته درناوی کوي، خو په اساسي قانون او نورو قوانینو کې د وینا خپلواکي خپل حدود لري. د دښمن په ګټه او د ملي ګټو پرخلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کیږي.”
څلور خبریالان په داسې حال کې د امنیتي سرتیرو له لورې نیول کیږي چې له نږدې یو کال راپدیخوا، رسنیز فعالان په افغانستان کې د ګواښونو له څپې سره مخامخ دي.
له بلې خوا، د نښتو ډیریدو او د طالبانو بریدونو، د خبریالانو پر وړاندې هم ځینې اندیښنې زیږولي؛ داسې چې په تیرو څو میاشتو کې، له اویاوو ډیر خبریالان له هیواد څخه تللي دي.

Afghanistan: We are concerned about the detention of four journalists in Kandahar by National Security Directorate since yesterday. These journalists were returning from Spin Boldak district after investigating about civilian casualties. We call for their release. https://t.co/bfeMDKMWh4
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) July 27, 2021