ناپیژانده وسله والو کسانو دوه پولیسې ښځې په کندهار ولایت کې په ډزو سره وژلې دي.
د کندهار د پولیس مشرۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایې ناپيژانده وسله والو کسانو تیره ورځ د دې ولایت لومړی ناحیې اړوندو مدد څلور لاره کې پر دې دو پولیسو ښځو ډزې کړې دي او له سیمې تښتیدلي چې په پایله کې یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه کې د دې دو پولیسو ښځو د وژنې په غبرګون کې وایې:د طالبانو د جنایتونه او وژنې همدا شان دوام لري،په کندهار کې د طالبانو له لوري د دو پولیسو ښځو وژنه له دې ډلې د هیواد د ښځو ډار ښکارندوی کوي.
تر اوسه د دې پیښې په تړاوو څوک نه دي نیول شوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي