1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د اوبو په ناعادلانه ویش نیوکه

مشکلات ابی کندهار
04 Apr 2020

د کندهار یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د اوبو ډيرۍ نلونه په نامعیاري توګه ویشل شوي او په دې برخه کې کمکارۍ، په ټاکل شوي مهال د څښاک د پاکو اوبو په رسیدو کې د ځنډ لامل ګرځیدلي.

 

کندهار، د افغانستان سویلي ولایت؛ د څښاک پاکو اوبو نه لاسرسي، د دې ولایت اوسیدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ګزارشونو پر بنسټ، اوس مهال یوازی د کندهار ۱۵ سلنه خلک، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د کندهار نهمه ناحیه، د دې ښار له ډیر نفوس لرونکو سیمو څخه ده، خو د دې ناحیې اوسیدونکي، د اوبو د نلونو له کموالي شکایت لري.

محمد صادق د دې ناحیې اوسیدونکی دی، وایي چې د څښاک د پاکو اوبو ناسم ویش د دی لامل شوی چې د دې سیمې ډیرۍ اوسیدونکي، پاکو اوبو ته لاسرسی ونلري.

دی په دې برخه کې د سمیه ییزې ادارې د ډیرې پاملرنې غوښتنه لري.

له دې سره، د کندهار د اوبو رسولو اداره، د اوبو په ویش کې ستونزې مني او لامل یې هم د اوبو د ځیرمو کموالی یادوي.

د کندهار د اوبو رسولو ادارې مشر، محمدنادر کاکړ په دې اړه آرزو ټلویزیون ته وویل چې د دهلې بند د وړتیا لوړوالي د پروژې عملي کیدو سره، د اوبو او د اوبو رسولو د نلونو د کموالي له پلوه د دې ولایت د اوسیدونکې ستونزې به، تر یوې کچې هوارې شي.

د کندهار د سیمه ییزو چارواکو د ګزارشونو پر بنسټ، په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې بند د وړتیا لوړوالي او یو شمیر کوچنیو بندونو او د اوبو د شبکو جوړیدو سره، په کندهار کې به ډیرې پاکې اوبه ځیرمه او د اوبو د کموالي له پلوه به د دې ولایت د اوسیدونکو ستونزو ته رسیدنه وشي.

آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک