1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د جګړو دوام، په تیرو ۲۴ ګړیو کې یوه کس ژوند بایللی او ۱۱ تنه ټپیان دي

Kandahar--1536x864
03 Aug 2021

په کندهار ولایت کې په تیرو ۲۴ ګړیو کې د جګړو په پایله کې یوه کس ژوند بایللی او ۱۱ تنه هم ټپیان شوي دي.

د کندهار د میرویس روغتون مشر داوود فرهاد وايي د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې په پایله کې د کندهار له بیلابیلو سیمو ۱۱ ټپیان او یو مړی دې روغتون ته لیږدول شوي دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا د ټپيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په کندهار کې د جګړو له تودیدو سره هم مهاله د ولسي کسانو مرګ ژوبله هم ډيره شوې ده.