1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د جګړو دوام؛ د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي اوزګاره دي

Kandhar-Bekare--1536x864
11 Jan 2021

د کندهار اتیا سلنه وګړي د نښتو او ناکراریو د دوام له کبله اوزګاره دي.

 

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست آمر، حبیب الله جیلاني وایي چې د جګړو او ناکراریو د دوام له کبله د دې ولایت ۸۰ سلنه وګړي او په ځانګړي توګه ځوانان اوزګاره شوي او اوس مهال د ژوند له سختو حالاتو سره مخامخ دي.

د کندهار نږدې اووه ولسوالۍ د جګړې په اور سوځي.

هغو نښتو چې له ۲۰ زرو ډيرې کورنۍ بیځایه کړي او د کار او کور پریښودو سره یې د کندهار ښار ته پناه وړې ده.

په همدې حال کې، بیځایه شوې کورنۍ وایي چې ورځې ورځې د واټ او څلورلارو ترڅنګ د کار موندنې لپاره تیروي، خو کار نه ترلاسه کوي.

خو د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي چې د بیځایه شویو کسانو د کار نشتون ستونزې د هواري لپاره به ډیر ژر لاس په کار شي.

د بیځایه شویو او اوزګاره کسانو د شمیر د ډيریدو له کبله په داسې حال کې اندیښنې ښودل کیږي چې مخکې له دې د ملي امنیت شورا سلاکار کندهار ته په خپل سفر کې، د دې ولایت د امنیت د ټینګښت او له بیځایه شویو سره د همکارۍ خبرې کړې وې.