1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د درملنه شوي روږدو کسانو بیا روږدي کیدل

کندهار
20 Feb 2021

په کندهار کې یو شمیر  درملنه شوي روږدي کسان یو ځل بیا روږدي شوي دي.

دوی د خپل د بیا روږدي کیدو لامل د نشه یي توکو آزاده پلور، په محفلونو کې د نشه یي توکو کاریدل او اوزګارتیا بولي.

په کندهار کې د روږدو ځانګړي روغتون مشر داکټرزمان هم دا ستونزه مني خو سیمه ییز پازوال په دې ولایت کې د نشه یي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې لپاره د خپلو جدي برنامو له پیل خبر ورکوي

د دې روغتون چارواکې ټینګار کوي که څه هم دا مرکز د درملنې د تجهیزاتو له کموالي سره مخامخ دی، خو د ۱۳۹۱ کال راپدیخوا شاوخوا ۹ زره روږدي کسان دلته درملنه شوي او له دې منځه ۴۰ سلنه یې یو ځل بیا روږدي شوي دي.

د کندهار د والي مرستیال آغا لالی دستګیري وایي د کندهار د ولسوالیو قومي مشران مونږ ته سند راکوي چې نور به دا بوټې نه کړو او که دا کار مو وکړ نو مونږ دوه ځله جریمه کړی.

کندهار د هیواد یو له سویلي ولایتونو څخه دی چې پکې د نشه يي توکو کښت او تولید ترټولو لوړ دی او له همدې امله ډیری خلک د دې پدیدې قرباني کیږي