1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د زیتونو د بڼونو د پیداوارو ډیرښت

Eothp64W8AIIW_5
09 May 2021

د لومړي ځل لپاره په کندهار کې د زیتونو له باغونو ښه پیداوار تر لاسه شوي دي.

د کندهار د عینو مینې د کرنې برخې مشر عبدالرازق وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د زیتون له بڼونو څخه ۳۰ ټنه حاصلات تر لاسه شوي دي او د نورو ولایتونو په پرتله له ښه کیفیت څخه برخمن دي.

د کندهار د عینو مینې د کرنې مشر زیاتوي چې د زیتونو حاصلات اوسمهال د بسته بندۍ لپاره جلال آباد ته لیږدول کیږي او دوی هڅه لري ترڅو په راتلونکې کې په کندهار کې هم د پروسس کارخونه  جوړه کړي.

د کندهار د کرنې پازوال په وینا، څو کاله مخکې په دې ولایت کې د زیتون ۵۰ زره ونې کینول شوې وې او اوس کولی شي د کوکنار د کښت لپاره ښه بدیل اوسي.

د کندهار د کرنې ریاست د ترویج مدیر محمدالله نوري ټینګار کوي چې د دې ولایت د زیتون کیفیت د نورو ولایتونو په پرتله څو برابره لوړ دی.

مخکې له دې یوازې په ننګرهار ولایت کې زیتون تر لاسه کیدل خو په دې وروستیو کې د کندهار په ګډون په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم د زیتونو باغون جوړ شوي دي.

د کرنې ادارې د پازوال په وینا زیتون تودو اوبو خو ډير زیار ته اړتیا لري ترڅو ښه حاصل ورکړي.