1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د شاه حسین هوتک ادبي دربار موندل

کندهار شاه حسین هوتک
04 Jul 2021

هغه تاریخ چې له خاورو لاندې سر پورته کوي او بیرته ژوندی کیږي.

لرغونپوهان توانیدلي ترڅو په تیرو څه باندې څلورو کالونو کې، د کندهار زاړه ښار لرغونې کلا کې پلټنو سره څه باندې سل د لیږد وړ او نالیږد لرغوني اثرونه چې د بابریانو او شاه حسین هوتک د واکمنې له بیلابیلو دورو څخه دي وموندي.

کاظم نیازی یو له لرغونپوهانو دی، هغه وايي چې د سپړنې په لړ کې ډيری تر لاسه شوي آثار، د شاه حسین هوتک له زمانې څخه دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پازوال هم وايي چې په کندهار کې د نارنج ماڼۍ د سپړنې د پروژې په پیل سره تر دمګړۍ توانیدلي چې د بیلابیلو دورو او په ځانګړې توګه د شاه حسین هوتکي د مهال سلګونه سکې، مجسمې او حوضونه ومومي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر حکمت الله افغان زیاتوي چې یو شمیر د لیږد وړ اثرونه د لا ښې ساتنې او ډيری پیژندنې لپاره د هیواد ملي موزیم ته لیږدول شوي دي.

په کندهار کې لرغونپوهان په داسې حال کې توانیدلي چې د لیږد وړ نالیږد آثار وموندي چې د پازوال په وینا د جګړې په پایله کې تر اوسه په لس هاو لرغونو آثارو په دې ولایت زیان لیدلی دی.

له دې ټولو سره لرغون پوهان له حکومت څخه غواړي ترڅو په هیواد کې د لرغونو ځایونو ساتنې په برخه کې ډیره هڅه وکړي.