1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د شترمرغ روزنې لپاره لیوالتیا زیاته شوې ده

شترمرغ
14 Jan 2020

 د کندهار د کرنې ریاست وایې چې اوس مهال په دې ولایت کې په لس هاو کسان د شترمرغ په روزنې بوخت دي او د دې مارغه د پلور بازار هم د تیرو په پرتله ښه شوی دی.

د شتر مرغ لومړنی فارم چې په کندهار ولایت کې په شخصي پانګې خپل فعالیت پیل کړی دی،په کې په لس هاو شتر مرغ ساتل کیږي.

د دې فارم پازوال شراف الدین وایې چې تر اوسه یې شپږ زره (۶۰۰۰) دا مارغه بازار ته وړاندې کړي دي.هغه ټينګار وکړ چې بازار یې ښه شوی دی او اوس مهال له مرکزي،شمالي او سویلي ولایتونو څخه پیریدونکي لري.

په دې فارم کې د شترمرغ روزونکي له خپل کار څخه خوښ دي.

دوی له حکومت څخه غواړي ترڅو په دې ولایت کې معیاري فارمونو جوړیدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

له بلې خوا،د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مشر محمدالله نوري وایې په دې ولایت کې د شترمرغ روزنې لپاره لیوالتیا زیاته شوې ده او دوی هڅه لري ترڅو د دې مارغه د روزنې د ودې لپاره نور فارمونه هم جوړ کړي.

وړاندې له دې  د کرنې وزارت هم ویلي وو چې د شتر مرغ روزنه له اقتصادي اړخه لږ لګښت لري او د نورو څارویو د غوښو لپاره لپاره ښه بدیل دی.

د ویلو ده چې له هرات وورسته کندهار دویم ولایت دی چې په کې شتر مرغ روزنه پیل شوې ده.

آرزو خبري سایټ ــ  عطاالله عمر