د اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا په کندهار کې د مامپلي کښتۍ ډیرې شوې دي.
د کندهار د کرنې ریاست، سید حفیظ الله سیدي وایي د مامپلي د کښتیو ډیروالی د کروندګرو د اقتصاد د ودې لپاره اغیزمن دي او په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مامپلي کښت شوی چې دا پیداوار په هیواد کې دننه او بهر ښه بازار لري.
په همدې حال کې، کروندګر هم د دې محصول پیداوار او د پلور بازار څخه خوښ دي او د کندهار اوبه او هوا د مامپلي د ودې لپاره اغیزمن دي.
اوس د دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې مامپلي کرل شوي او له دې منځه ډیرۍ کښتۍ به ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې دي.
د کندهار کروندګر وایي چې دا محصول د هیواد په بازارونو کې مناسب بازار لري.
دوی له حکومت څخه غواړي چې د کروندګرو او بڼوالو ملاتړ وکړي چې په دې ولایت کې د نشه یي توکو د کښت او تولید مخنیوی وشي.