د کندهار اوسیدونکي وايي چې حکومت په دې ولایت کې د تیلو له بیې هیڅ راز څارنه نه لري او د هرې ورځې په تیریدو سره د نفتو د بیې په ډيریدو سره د هیواد والو ستونزې لا ډیریږي.
د کندهار د نفت او ګازو شرکت مشر محمدعثمان د تیلو د بیې د لوړوالي لامل، آزاد بازار او د یوشمیر سوداګرو له لوري د بې کیفیت تېلو واردول بولي.
له بلې خوا په کندهار کې د نفتي سوداګرو د ټولنې مشر حاجي میروس ټينګار لري چې په دې ولایت کې د تېلو بیه ثابته ده خو په یوشمیر برخو کې بیا د ناسمو سیالیو له کبله په بیو کې بدلون رامنځته کیږي.
د هیواد په ډيریو ولایتونو کې په بېساري توګه د نفتو او ګازو د بیې لوړوالی د هیواد والو تُندې نیوکې را ولاړې کړې دي.