1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د نفوذي کسانو د برید له کبله د درې امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله

Saripol
20 May 2020

په کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د نفوذي کسانو د برید په پایله کې پنځه سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د والي ویاند جمال ناصر بارکزی وایي دریو نفوذي کسانو تیره شپه (غوایي ۳۰ / مې ۱۰ )د دې ولایت په معروف ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوسته کې پر یو شمیر سرتیرو ډزې کړې دي چې په دې پیښه کې پنځه پولیسو سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور هم ټپیان شوي دي.

ښاغلی بارکزی ټینګار کوي چې په دې نښته کې دوه نفوذي کسان وژل شوي او یو بل یې هم ژوند نیول شوی دی.