1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ شخړه، یوه کس ژوند بایللی او نږدې لس تنه ټپیان دي

کندهار
14 Jul 2021

د کندهار په عمومي بندخونه کې د پولیسو او بندیانو ترمنځ نښتې په پایله کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی  او نږدې لس تنه نور ټپیان دي.

سرچینې آرزو ټلویزیون ته وايي چې کله چې امنیتي پازوال غوښتل بندیان د کندهار له عمومي بندخونې و لیږدوي د بندیانو له مخالفت سره مخامخ شول چې وروسته بیا ډزې او نښته وشوه.

د سرچینې په وینان د دې نښتې په پایله کې یو کس وژل شوی او نږدې لس نور ټپیان شوي دي.

امنیتي او سیمه ییز پازوال تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د کندهار عمومي بندخونه مخکې له دې هم د طالبانو تر برید لاندې راغلې وه چې د امنیتي ځواکونو له لوري بیا د دې ډلې برید شنډ شو.