1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د یوولس امنیتي ځواکونو مړینه

n00203675-b
22 Jul 2020

یو شمیر سرچینې وایي په کندهار ولایت کې د یوه نفوذي کس په برید کې یوولس امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

دا سرچینې ټینګار کوي چې دا برید د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د یوه نفوذي کس لخوا ترسره شوی خو امنیتي چارواکي بیا په دې نښټه کې د اوه پولیسو وژل کیدل مني.

له بلې خوا نن سهار(څلورنۍ،زمري لومړۍ) د کندهار دولتي پوهنتون ته څیړمه په چاودنه کې یو پولیس سرتیری مړ او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.