1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د یو ماین چاودنې له امله د څلورو تنو مړینه

Kandahar-1536x1087-2
30 Jan 2021

نن سهار د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی د دې پيښې په منلو سره وایي نن سهار د دې ولایت د پڼجوایي ولسوالۍ د صالحانو په سیمه کې یو ماین چې په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی وو چاودنه یې وکړه چې په پایله کې د یو ماشوم په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ښاغلی بارکزی زیاتوي چې دا ماین د وسله والو مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوی خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي.