1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د یو ماین چاودنې له کبله د څلورو کسانو مړینه

117409751_715016226009036_5165249735820387055_n
13 Aug 2020

نن سهار په کندهار کې یوې چاودنې په پایله کې څلورو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې نن سهار د ولسي کسانو موټر د دې ولایت د پنجوایي ولسوالۍ پر لار د واټ تر غاړې ماین سره برابر شو چې په پایله کې یې څلورو ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۶ نور ټپيان شول.

د نننۍ چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې کندهار په روانه اوونۍ کې د واټ تر غاړې د ماینونو دو چاودنو شاهد وو چې په دې پیښو کې لسو ملکي کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد بیلابیل ولایتونه د ځای پر ځای شوي ماینونو د چاودنې شاهد دی چې ډیرې عام وګړو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.