1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د ۹۰ طالب جنګیالیو وژل کیدل

3455CDD2-ADEC-4DC9-8C2D-7DF4F7BDFBDD_w1200_r1
12 Dec 2020

د ملي دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۹۰ وسله والو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکوي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو تیره ورځ (لیندۍ/قوس ۲۱مه) د کندهار په پنجوايي،ژیړۍ ،ارغنداب او میوند ولسوالیو کې د طالب جنګیالیو بریدونه شنډ کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې نښته کې، ۹۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان دي، او همدا  راز ۱۵ کړۍ ماینونه هم په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري تر موندلو وروسته شنډ شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.