1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې ماین چاودنه، دوو تنو ژوند بایللی

کندهار
10 Jul 2021

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په پایله کې دوو تنو ژوند بایللی او د یوې میرمنې په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

سرچینې آرزو ټلویزیون ته وايي چې نن سهار د دامان ولسوال حاجي پیرمحمد موټر د واټ تر غاړې ماین سره برابر شوی چې په پایله کې یې دوو ملکي کسانو خپل ژوند له  لاسه ورکړی او یوه میرمن او دوه پولیسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا په دې پیښه کې د دامان ولسوال ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه سیمه ییز او امنیتي پازوال په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا طالبانو د دې چاودنې پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې د دامان ولسوال په دې پیښه کې وژل شوی دی.