1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې د غیږ نیونې په یوې سیالۍ کې د زرهاو کسانو ګډون

18669296_303
24 May 2021

په زرهاو کسان د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غیږ نیونې په سیالۍ کې ګډون وکړ.

د غیږ نیونې دا سیالۍ چې د کوچني اختر په ویاړ ترسره شوې دي، په کې د دې لوبې په زرهاو پلویانو د هیواد له بیلابیلو ولایتونو ګډون کړی دی.

دا لوبه د سپین بولدک ولسوالۍ د اوسیدونکو له لوري ترسره شوې دي.

د دې سیالۍ ګډون کوونکي او ترسره کوونکي وايي، هیله مند دي په هیواد کې سوله او ټیکاو ټینګ شي ترڅو هیواد وال وکولی شي، په امنه فضا کې په دې لوبو کې ګډون وکړي.