دکندهار امنیتي پازوال وایې چې د کندهار – خاکریز پر لویه لار د واټ تر غاړې ماین سره د یوه بار وړوونکې موټر په برابریدو سره ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۳۰ زیات ټپیان دي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی محمدیوسف یونسي وایې،د وژل شویو کسانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کندهار د ولایت د مطبوعاتی دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا چاودنه د دوه نۍ په ورځ (د جولای په ۱۵ مه) له غرمې وروسته ۲ بجې په خاکریز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د کندهار والی حیات الله حیات ویلي دي چې ددې پيښې ټپيان د خاکریز روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
یو شمیر سرچینې وایې چې دا کسان له هلمند ولایت څخه خاکریز ولسوالۍ ته د شاه مقصود تر نامه لاندی زیارت ته راغلي وو چې لیږدوونکی موټر یې د واټ تر غاړې ماین سره برابره شو.
په داسي حال کې چې ددې پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې خو د کندهار والي بیا ددې پیښې پړه د طالبانو پر ډلې اچوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي