1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کندهار کې یوه ځوان خپله مور او دوه ورونه وژلي دي

kandahar
19 Jun 2019

دکندهار سیمه ییز چارواکو  د  کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ د دریو غړو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د کندهار دوالي ویاند عزیزاحمد عزیزي وایې یوه ځوان د درې نۍ په ورځ د( جون په ۱۸ مه) د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې خپله مور او دوه ورونه د ناڅرګند لامل له کبله وژلي او له سیمې څخه تښتیدلی دی.

ښاغلی عزیزی وایې ددې کس د نیولو په موخه د دوې هڅې دوام لري.

دا په داسي حال کې ده چې نږدی دوه اونۍ مخکې هم د فراه په خاک سفید ولسوالۍ کې یوه ملا امام د خپلې کورنۍ لس غړي وژلي وو چې وروسته بیا د طالبانو له لوري په یوې ډاګیزې محکمه کې ووژل شو.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي