سیمه ییز پازوال ویلي دي چې دا نښته د یوې نۍ په ورځ د(لړم/عقرب په ۲۵مه د اکټوبر په ۲۷مه) مازدیګر ۴ بجې د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ په صفري سیمه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نا قانونه خوځښتونو له کبله پیل شوه.
د افغانستان په ختیځ کې سیمه ییز پازوال هم د دا نښته مني او وایې چې په دې ولسوالۍ کې پر یوه استوګنیز کور د یوه هاوان ګولۍ په لګیدو سره یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپی شوی دی.
افغان او پاکستاني پوځيان د ډیورند په کرښه کې سره په جګړه ښکیل کیږي.
دا په داسي حال کې ده چې څو موده مخکې د هیواد د ملي امنیت شورا د پاکستان له امنیتي بنسټونو وغوښتل چې د سرحدي سرغړونې پر وړاندې په تیره پاکستان پر وړاندې به نرمښت ونه ښیې او دا سکاله دې جدي ونیسي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي