1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کنړ کې د داعش د بهرنيو جنګیالیو د لیږد پازوال نیول کیدل

117062066_637775273778888_1230626543493691591_n
05 Aug 2020

په کنړ ولایت کې د داعش د بهرنيو جنګیالیو د لیږد پازوال تیره ورځ (درې نۍ/زمري۱۵) ونیول شو.

د ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې کمانډو ځواکونو په کنړ ولایت کې د یو لړ موخه ییزو عملیاتو پر مهال، د داعش ډلې یو مهم قومندان محمد سعید نیولی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې دی مخکښ غړي له هیواد بهر د بهرنیو ترهګرو او د هغوی د کورنیو د لیږد پازه یې پر غاړه درلوده او همداراز په جلال آباد ښار کې د وروستي ترهګریز برید له طرحه کوونکو هم دی.

یوولس ترهګر تیره ورځ ماښام د یو موټربمب له چاودنې سره د جلال آباد ښار بندخونې ته دننه او په دزو یې پیل وکړ چې په دې برید کې د عام وګړو، امنیتي ځواکونو او بندیانو  په ګډون ۲۵ تنه مړه او ۴۸ تنه نور هم ټپیان شوي دي.