د هیواد د کورنیو چارو وزارت د افغانستان د ختیځ کنړ ولایت د خاص کنړ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د یوې ۲۰ کسیزې ډلګۍ د مشر په ګډون د دې ډلې ۷ کلیدي غړيو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
دا عملیات د کنړ په خاص ولسوالۍ کې ترسره شوي چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، دې کسانو د پاکستان پيژندپاڼې له ځانه سره درلودلې.
د کورنیو چارو وزارت همداشان زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د داعش ډلې یو شمیر وسلې او مهمات، پاکستاني پيژندپاڼې او نور پوځي توکي د پولیسو سرتیرو لاس ته لویدلې دي.
له بلې خوا په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د داعش ډلې د خوځښتونو د ډیریدو له کبله اندیښنې ډيرې شوې دي.
د افغانستان دولت او بهرنیو ځواکونو ترڅنګ، داعش جنګیالي له طالبانو ډلې سره هم په نښته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ستر روسي چارواکي د افغانستان د شمالي پولو په سیمو کې د داعش د پنځه زرو جنګیالیو د فعالیت خبر ورکړی او ویلي وو چې د داعش ډلې ډيرۍ دا غړي له سوریې او عراق هیوادونو افغانستان ته راغلي دي.
آرزو خبرې سایټ- وحیده الرهانی