یو شمیر سیاستوال وایي چې د ټاکنیزو ناندرو د پایته رسیدو لپاره د بهرنیو ډیپلوماټانو هڅې، بې پایلې پاتې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایي ریاست دواړو پریکړه کړې چې سبا (د کب ۱۹)، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم ترسره کړي.
محمد اشرف غني چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې د ټاکنو ګټونکی اعلان شوی، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوړې مراسمو ته چمتووالی لري.
د ولسمشر د ویاند مرستیاله، درانۍ جاوید وزیري، په ارګ کې د لوړې د مراسمو د ترسره کیدو اړوند وایي: د لوړې د مراسمو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی. تمه ده چې په دې مراسمو کې کورني او بهرني میلمانه ګډون وکړي. سبا د بریا ورځ، د ملي جشن ورځ او د جمهوریت او ولسواکۍ د بري ورځ ده.
خو عبدالله عبدالله چې ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، په سپیدار ماڼۍ کې ورته مراسمو ته چمتو دی.
د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال، امید میثم، په دې اړه وویل: د ټول شموله دولت د ولسمشر عبدالله عبدالله د پيژندنې مراسم، سبا (دوه نۍ)، ترسره کیږي. میلمنو ته په دې مراسمو کې د حضور بلنه ورکړل شوې ده.
په همدې حال کې، د ولسمشر په توګه د حکومت د دوو مشرانو د لوړې هم مهاله مراسمو، جدي اندیښنې راپارولې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې د لوړې د دوو مراسمو ترسره کیدل، په افغانستان کې د نفاق د سیاست ځواکمنتیا او کړکیچ ښکارندویي کوي.
له بلې خوا، سرچینو ویلي چې امریکایي ډيپلوماټانو چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شویو سیاسي او ټاکنیزو ناندرو د پایته رسیدو لپاره هڅې پیل کړي، تراوسه بې پایلې دي.
دا سرچینې همداشان وایي چې اټکل کیږي، نن شپه ناوخته، رامنځته شوې ناندرې د کورنیو او بهرنیو څیرو په منځګړیتوب حل کړای شي.
له دې سره، باید تر سبا (د کب ۱۹)، تمه وشي او ولیدل شي چې د افغانستان د راتلونکي نظام برخه لیک به څه کیږي؟