1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په یوه ورځ د غزني دوه ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولویدې

غزنی-1536x1087
08 Jun 2021

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني ویلي دي چې د غزني جغتو ولسوالۍ نن غرمه د طالبانو لاسته لویدلې ده.

په غزني کې یو شمیر سرچینې هم د طالبانو لاسته د دې ولسوالۍ له لویدو خبر ورکوي.

نن سهار د غزني آبند ولسوالۍ هم د طالبانو له بریدونو وروسته د دې ډلې تر ولکې لاندې راغلي ده.

که څه هم د غزني سیمه ییز پازوال د آبند ولسوالۍ سقوط مني، خو د دې ولایت امنیه قوماندانۍ وايي چې طالبانو په دې ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر یوشمیر پوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول  او دې ډلې ته درنده مرګ ژوبله هم اوښتې ده.