د ننګرهار د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات نن سهار په یوه ترافیکي پيښه کې له خپل یوه زوی سره خپل ژوند بایللی دی.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وایي ښاغلی سادات نن (پیلنۍ،د زمري نهمه) هغه مهال چې غوښتل یې له ننګرهار څخه لغمان ته ولار شي موټر یې ټکر کړی چې د دې پيښې په پایله کې د ننګرهار د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال له خپل یو زوی سره خپل ژوند بایللی دی.
ښاغلی شینواری زیاتوي چې سید عیسی سادات د کلونو راهیسي د ننګرهار ولایت په بیلا بیلو ښوونځيو او لیسو کې د ښوونکي,سر ښوونکي,مدیر او د ننګرهار پوهنې ریاست مرستیال او واکپال دندې ترسره کړي دي.