1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په یوې ټرافیکي پيښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ

Herat
31 May 2020

په هرات کې د یوې کورنۍ نهو غړو په یوې ټرافیکي پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې د دې کسانو لیږدونکی موټر تیره شپه د کندهار هرات پر لویه لار ادرسکن ولسوالۍ اړوند د بابرۍ له یوه موټر سره ټکر کړی دی.

ښاغلی فرهاد زیاتوي چې په دې پیښه کې د دې کورنۍ چې د کاپیسا ولایت اوسیدونکې ده ۹ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې درې ښځې،دوه نارینه او څلور ماشومان دي.