1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ۱۳۹۸ کال کې دولسو بهرنیو ښاریانو د افغانستان د تابعیت ترلاسه کولو غوښتنه کړې

بصیر انور
22 Feb 2020

د عدلیې وزیر، عبدالبصیر انور، چې نن (پیلنۍ، د کب درییمه/فبرورۍ ۲۲)، “ولس ته د دولت” د حساب ورکولو په راټولیدنه کې خبرې کولې، ټینګار یې وکړ چې په روان کال کې دولسو بهرنیو وګړیو د افغانستان د تابعیت د سند د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: په دې کال کې د تابعیت د ترلاسه کولو دولس قضیې راغلي چې غوښتونکي یې د ایران، مراکش، مصر، انګلستان، اوزبیکستان او پاکستان وګړي دي او دا دوسیې د پړاو بشپړیدو په حال کې دي.

ښاغلي انور همداشان د ۵۰۰ افغان ښاریانو د تابعیت د پرې ایښودلو د غوښتنې خبر ورکړې او ویلي: په ۱۳۹۸ مالي کال کې، دې بنسټ ته د تابعیت د پرې ایښودو ۴۸۶ دوسیې رارسیدلي او غوښتونکي د ایران، اتریش، هالند، روسیې، آذربایجان، جاپان او اندونیزیا هیوادونو د تابعیت د ترلاسه کولو غوښتونکي وو.

د عدلیې وزیر چې د عدلیې وزارت د یوه کال د لاسته راوړنو اړوند خبرې کولې، همداشان ویې ویل چې دې وزارت په ۱۳۹۸ لمریز کال کې، د ۹۵ تقنیني سندونو پړاوونه بشپړ او د قوانینو کمیټې، کابینې او ملي شورا ته استولي دي.

آرزو نیوز