| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی راکم شوی
29 Dec 2019
له خپلواکو رسنیو ملاتړی بنسټ (نی) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې تاوتریخوالی په تیره بیا د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو وژنه د تیر کال په پرتله څلویښت (۴۰) سلنه کمښت لرلی دی.
که څه هم په راپورونو کې،۲۰۱۹ زیږدیز کال د افغانستان رسنیزې ټولنې ته خونړی کال ویل شوی دی،خو له رسنیو ملاتړی بنسټ په خپل تازه راپور کې په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی له راکمیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړی بنسټ اجرایې مشر مجیب خلوتګر نن(یوه نۍ د مرغومي ۸مه/ډسمبر ۲۹مه)په یوې ناسته کې وویل چې په دې کال کې،د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه راټیټ شوی دی.
د دې بنسټ د راپور پر بنسټ، په روان کال کې په ټوله کې ۱۱۵ تاوتریخوالی ثبت شوی دی چې په کې وژنه،ټپی کیدل،وهل او ټکول،ګواښ او سپکاوی،لنډمهاله نیونه،پر رسنیو برید او اطلاعاتو نه لاس رسی چې د تاوتریخوالی لامل شوي شامل دي.
نی اعلان کړی دی چې په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې،په افغانستان کې لس خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.همدا شان د ملي امنیت ریاست له لوري لس کسه لنډمهاله نیول شوي،۸ کسه هم برمته شوي،۵۱ کسه هم تر وهل او ټکولو لاندې راغلي او ګواښل شوي او پر درېو رسنیو بریدونه ثبت شوي دي.

د نی بنسټ چې د ۲۰۱۹ زیږدیز غوره کسانو د غوراوۍ لپاره د خپرونو چمتو کولو،انځور،خبري او څیړنیزو راپورونو په برخه کې د ۱۵۰ کسانو ترمنځ په رسنیزه حوزه کې یوه خپرونه په لاره اچولې وه له دې منځه د آرزو ټلویزیون د ماشومانو د خپرونې چمتو کوونکی شیرخان احمدزي د دې بنسټ له لوري د خپرونو د چمتو کوونکو غوره جایزه تر لاسه کړه.

په همدې حال کې،عدلي او قضایې بنسټونو نن په یوې ناسته کې د خبریالانو پر وړاندې دوسیو ته له رسیدنې خبر ورکړی دی.
په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل:د خبریالانو پر وړاندې ۱۱۷ دوسیو له منځه ۳۲ قضیې لوی څارنوالۍ ته استولې،د ۲۳ قضیو عاملین د اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي،۷ دوسیې هم تر کشف لاندې دي او ۵۵ نورې دوسیې هم د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له کبله دي.
د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي هم وویل دې بنسټ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۸ دوسیو ته رسیدنه کړې ده.
له دې ټولو سره،په هغې نظر پوښتنه کې چې د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د ۲۵۰ خبریالانو سره د نی بنسټ له لوري ترسره شوې،څه د پاسه ۵۰ سلنه مرکه کوونکو د حکومتي بنسټونو په تیره بیا ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له لوري اطلاعاتو ته له نه رسیدنې نا خوښي ښودلې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي

