د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې په ۲۰۱۹ کال کې جګړې او تاوتریخوالي د ۱۰ زرو او ۷۷۲ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي؛ طالبان د ډیرې مرګ ژوبلې عاملین دي.
په افغانستان کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون کلنی ګزارش ښایي چې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۰ زره او ۷۷۲ تنه ملکي وګړي، مړه او ټپیان شوي دي.
د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مرستیال، نعیم نظري، نن ( درې نۍ، د سلواغې ۱۵/فبرورۍ ۴) رسنیو ته وویل، که څه هم د تیر کال په پرتله د ځانمرګو او هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله راټیټه شوې ده، خو د جګړو په پایله کې د قربانیانو شمیر لا هم د اندیښنې وړ دی.
هغه وویل چې په دې کال کې، دوه زره او ۸۱۷ ملکي وګړي د وسله والو شخړو او چاودنو په پایله کې وژل شوي او اووه زره او ۹۵۵ تنه نور هم ټپیان شوي دي.
د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د موندنو پر بنسټ، د طالبانو ډله د ملکي وګړو د مرګ ژوبله ۷۱ سلنه، حکومت او د دولت پلوي ځواکونه د ملکي وګړو د ۱۴ سلنه مرګ ژوبلې او نهه سلنه هم ناڅرګنده کسان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عاملین دي، پاتې نوره مرګ ژوبله په کنړ ولایت کې د پاکستاني ځواکونو توغندیزو بریدونو پورې تړاو لري.
مخکې له دې حکومت تل د طالبانو ډله په هیواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عامله بللې، خو طالبانو د بشر حقونو د کمیسیون ګزارش چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډیره برخه یې دې ډلې پورې تړلې بللې، نه دی منلی.
د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د موندنو پر بنسټ، له ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر پایه، لږ تر لږه ۸۶ زره او ۸۲۳ ملکي وګړي د هیواد په بیلابیلو برخو کې مړه او ټپیان شوي دي.
آرزو نیوز
ژباړن: شمس الرحمن سباوون خپلواک