1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ۲۰۲۱ کال کې د رسنیو خپلواکي؛ افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هیواد

خبرنگاران
20 Apr 2021

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني ګزارش کې هیښتیا ورکړې چې د خبریالانو موخه ییزې وژنې د رسنیو خپلواکي ګواښي.

 

د بې پولې خبریالانو د سازمان د کلني ګزارش پر بنسټ، افغانستان د رسنیو د خپلواکۍ له پلوه په نړیوال نوملړ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني هیواد ځای ساتلی او ۱۲۲ دی.

دې بنسټ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې، لږ تر لږه ۶ خبریالان او رسنیز کارکوونکي په موخه ییزه توګه وژل شوي او د روان زیږدیځ کال له پیله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې بنسټ په ګزارش کې راغلي دي: “په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ترڅنګ چې د خبریالانو ترمنځ یې لږ تر لږه لسګونه مړي پرځای پریښودل؛ خو بل ویروس هم له دننه افغانستان ته تاوان رسوي؛ هغه افراطي تاوتریخوالي ویروس چې خبریالان او په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې موخه ګرځوي.”

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د حق غوښتنې پازوال، صدیق الله توحیدي هم آرزو ټلویزیون ته وایي چې موخه ییزو وژنو، رسنیزه ټولنه سخته اندیښمنه کړې، خو له ګواښونو سره سره، خبریالان لا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

یو شمیر خبریالان هم وایي چې د دوی د کار پر وړاندې په ځانګړې توګه په تیر یوه کال کې بالقوه ګواښونه- د دې لامل شوي چې یو شمیر خبریالان ځان سانسوري وکړي، له رسنیو سره کار پریږدي او حتې له هیواده تیښتې ته اړ شي.

د بې پولې خبریالانو سازمان همداراز د ورځپاڼه لیکونکو د ځنځیره یي وژنو په ژر دریدو ټینګار کړی او د افغانستان له حکومت څخه یې هم غوښتي چې د دې دوسیو په تړاو جدي څیړنې وکړي.

حکومت تراوسه د دې ګزارش په تړاو څه ندي ویلي، خو مخکې له دې یې تل ځان د وینا د خپلواکۍ د ارزښتونو د ساتنې او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې ژمن بللی دی.

له دې ټولو سره، د بې پولې خبریالانو سازمان، له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا، آلمان او فرانسې څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو د موخه ییزو وژنو په تړاو د څیړنو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې ته د دې سازمان د بلنې ملاتړ وکړي.