1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ۲۴ ساعته توګه د تورخم بندر پرانستلو سره ۵۰ سلنه سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې ده

Torkham
03 Oct 2019

نږدی دوه میاشتې مخکې د تورخم بندر په رسمي توګه په ۲۴ ساعته توګه د تګ راتګ کوونکو پر مخ پرانستل شو.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې پازوال وایې چې په ۲۴ ساعته توګه د دې سوداګریزو بندر پرانستلو سره،سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰ سلنه زیاته شوې او همدا شان د سوداګرو لپاره هم ډیرې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.

سوداګر هم په ۲۴ ساعته توګه د دې بندر له پرانستلو څخه خوښي ښیې،دوی وایې چې په دې بندر کې د آسانتیاوو په رامنځته کیدو سره،د ننګرهار د ګمرکونو عایدات هم زیات شوي دي.

په همدې حال کې د ننګرهار سیمه ییزه اداره په دې بندر کې د تګ راتګ کوونکو او سوداګرو لپاره د لا زیاتو آسانتیا رامنځته کیدو خبر ورکوي.

مخکې له دې،له دې لارې له پاکستان څخه افغانستان ته د چاودیدونکو توکو له لیږد څخه اندیښنو شتون درلود.

خو امنیتي بنسټونه بیا ډاډ ورکوي چې هیڅ یوه کس ته به اجازه ور نه کړي ترڅو له دې لارې هیواد ته چاودیدونکي توکي راوړي.

د تورخم بندرد پاکستان او افغانستان ترمنځ له سترو سوداګریزو لارو شمیرل کیږي چې هره ورځ د میلیونونو افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي له دې بندر څخه انتقالیږي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي