د شکایتونو دکمېسیون پازوال وایې اټکل شتون لري ترڅو ټاکنیزو شکایتونو د دسته بندې بهیر،تر نن (درې نۍ) ورځې پایته ورسیږي.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون د تازه اطلاعاتو پر بنسټ،د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د شکایتونو دسته بندۍ پایته رسیدلې دي.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون منشی قاسم الیاسي آرزو ټلویزیون ته وویل چې اوس مهال په هغو ولایتونو کې چې د شکایتونو د دسته بندي بهیر یې پایته رسیدلی د څیړنې بهیر په کې پیل شوی دی.
له دې سره په کابل کې ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې د ولایتی دفتر مشر نورمحمد کمال وایې چې څلویښت سلنه شکایتونو ته رسیدنه شوې ده.
هغه ټینګار وکړ چې ۲۳۰۰ شکایتونه چې د کابل ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې به ولایتي دفتر کې ثبت شوي وو تر اوسه یو زر او دوه سوه شکایتونه ته یې رسیدنه شوې ده.
ټاکنیزو شکایونو کمېسیون وایې،ټول هغه کسان چې په ټاکنیزو درغلیو کې لاس ولري،تر پیژندنې وروسته یې نومونه له رسنیو سره شریکوي.
له دې ټولو سره،ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدنې کمېسیون اته نورې ورځې قانوني مهال لري ترڅو د ولایتي دفترونو په کچه پنځلس زره او پنځه سوه شکایتونو ته رسیدنه وکړي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي