1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پوهنې وزارت کې بدلونونه؛ د اسلامي زده کړو معینیت بیا جوړ شو

08251966-ECB4-41D4-AE22-7B571AEE0A20_w1200_r1
14 Dec 2020

د پوهنې وزارت له برنامو څخه د نیوکو په لړ کې، دې بنسټ د اسلامي زده کړو د معینیت د بیا جوړیدو خبر ورکړ.

 

د پوهنې وزارت په اعلانپاڼه کې راغلي دی: د پوهنې وزارت د واکپالې په وړاندیځ او د ولسمشرۍ ماڼۍ د منظورئ پر بنسټ، د اسلامي زده کړو د معینیت تشکیلاتي جوړښت بیا په دې وزارت کې جوړ شو.

د پوهنې وزارت په داسې حال کې دا پریکړه کړې چې په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت حذف او له ښوونځیو څخه جوماتونو ته له لومړي څخه تر درییم ټولګي زده کوونکو د ښوونیز پړاو لیږد، د خلکو او د ولسي جرګې د غړو پراخ غبرګون له ځانه سره درلود.

دې وزارت ویلي چې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، خلکو او عالمانو غوښتنې ته د درناوي په پار، دا معینیت بیا جوړ شوی دی.

مخکې له دې د پوهنې وزارت مرستیالې د دې وزارت په جوړښت کې د نویو بدلونونو اړوند ولسي جرګې ته خبر ورکړی وو؛ د دې طرحې پر بنسټ به، د اسلامي زده کړو لوی اجرایي بورډ د پنځو دیني عالمانو او یوې ښځې په ګډون جوړ شي.