1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پوټین: ترکې ته ګڼ شمیر مُدرنه وسلې ورکوو

q
09 Apr 2019

د روسې ولسمشر په مسکو کې د خپل ترکې سیال سره په لیدنه کې ویلي،هیواد یی کولای شي ترکې ته ګڼ شمیر مُدرنه وسلې ورکړي.

پوټین زیات کړل: “هغه مهمه دنده چې زمونژ پروړاندي ده له ترکې سره د همکاریو ټينګښت،همداشان د پوځي تاکتیک په برخه کې ده. د خبراترو لومړی سکاله د تریموف اس ۴۰۰ تړون د سپارلو بشپړ پلي کیدل دي. په اجندا کې د پوځي کالیو یوشمیر نوري طرحې هم شتون لري. “

 په همدی حال کې رجب طیب اردوغان ویلي دي: ” روسې اس ۴۰۰ په ډیر مناسبه شرایطو مونژ ته راکړي دي،  په دویم او دریوم پړاو کې مونژ ګډ تولید پیل وو. ما همداشان د روسې هیواد ته وړاندیز وکړ،چې په ګډه توګه د اس ۵۰۰ هوایی دفاعي سیسټم تولید وکړو.”

د دواړو هیوادونو مشرانو همداشان په ګډي خبرې ناسته کې په سیمې او په تیره بیا سوریې کې د سولې په ټینګښت ټینګار وکړ.

ولادمیر پوټین د جولان سیمې په اړه د آمریکا وروستې پریکړه د ملګرو ملتونو د سازمان د پریکند لیکونو پرخلاف وګڼل.

ښاغلي پوټین له رجب طیب اردوغان سره په ګډو خبراترو کې ویلي چې : “د اسرایلو د یوې برخې په توګه د جولان د لوړو،د په رسیمت پیژندلو اړوند د روسې په دریځ پوهیږی،زمونژ دریځ دبهرنیو چارو وزارت په اعلان پآڼه کې اعلان شوی دی.دا پریکړه د ملګرو ملتون سازمان د امنیت شورا د پریکندلیکونو پرخلاف ده. “

دا څرګندونې په داسي حال کې کیږي،چې د آمریکا ولسمشر ډونالدټرامپ د ۲۰۱۹د مارچ په ۲۵ نیټې د یوه فرمان په لاسلیک سره ،پرجولان د اسرایلو د واکمنۍ ادعا یی په رسمې بڼه وپیژندل.

وړاندی له دی د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف هم د متحده ایالات دا پریکړه په سیمه کې د ناټیکاوه کیدو لامل په ګوته کړی وه.

آرزو خبري سایټ-وحیده البرهایي