1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پوټین: سوله ییز افغانستان، په مرکزي او سویلي آسیا کې د امنیت کلي ده

01-1
18 May 2021
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوټين په مسکو کې د بهرنیو سفیرانو د باور لیکونو د تر لاسه کولو په مراسمو کې وویل چې د سوله ییز افغانستان پراختیا، په مرکزي او سویلي آسیا کې د امنیت او ټیکاو کلي ده.

ولادیمیرپوټین همدا شان زیاته کړه “ روسیه به له اقتصادي اړخه د یوه خپلواک، له ترهګرۍ او نشه یي توکو اړوند جرمونو لیرې هیواد جوړښت کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه همدا شان وویل چې مسکو به د ملي پخلاینې په برخه کې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرو اترو بهیر څخه د سانګهای د همکاریو سازمان له لارې ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې مراسمو کې، په روسیه کې د افغانستان سفیر سیدطیب جواد هم خپل باور لیک ښاغلي پوټین ته وسپاره.