د روسیې ولسمشر د شانګهای د همکاریو سازمان په ناسته کې په افغانستان کې د لانجو له دوامه اندیښنه ښودلې ده.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوټین چې د ویډیو له لارې په دې ناسته کې وینا کوله، زیاته یې کړه: د افغانستان حالت لا هم نازک دی او په منځني ختیځ او د افریقا شمال کې نښتې تراوسه ندي لږې شوي. ترهګري جدي ګواښ پيښوي او د نشه یي توکو قاچاق، سازمان شوي جرمونه او انټرنټي جرمونه د ډیریدو په حال کې دي.
د شانګهای د همکاریو سازمان دوه ورځینۍ ناسته، تیره ورځ (څلورنۍ، وږي۱۹)، د روسیې پلازمینې، مسکو په کوربه توب پیل شوه.