1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پوټین په جاپان کې له ټرامپ او بن سلمان سره لیدنه کوي

potin
26 Jun 2019

کرملین ماڼۍ اعلان کړی دی چې تمه ده د روسیې ولسمشر د جی شل ناستې په څنډه کې دامریکا او عربستان له مشرانو سره وګوري.

د سپوټنیک خبري آژانس په حواله،دکرملین ماڼۍ ویاند دیمیتری پسکوف ویلي دي چې دوي دجی شل ناستې په څنډه کې د جاپان په اوساکا ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوټين او د هغه امریکایې سیال دونالدټرامپ ترمنځ ناستې ترسره کیدو لپاره په چمتو والی بوخت دي.

هغه ویلي دي چې د روسیې د ملی امنیت سلاکار نیکولای پاتروشف او د هغه اسراییلي سیال ترمنځ وروستۍ لیدنه کولای شي د روسیې او امریکا د مشرانو د ناستې زمینې برابریدل وبلل شي.

د کرملین ماڼۍ همدا شان د نړۍ د سترو اقتصادي ځواکونو د ناستې په څنډه کې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره  د پوټین لیدنې او ناستې ترسره کیدو لپاره د اړیکو له ترسره کیدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو پربنسټ،جی شل ناسته به تر دو راتلونکو ورځو د(د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲۸ مه او ۲۹ مه) دجاپان په اوساکا ښار کې ترسره شي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي