1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

پیرمقُل ضیایی څرنګه ووژل شو؟

178639341_5397773146963172_7237520850291970464_n
03 May 2021

د ملي روغې جوړې لویې شور مرستیال بابرفرهمند وايي چې قوماندان پیرمقُل د تخار رستاق ولسوالۍ په یوې خوندي سیمه کې د یوه توغندي له لارې موخه ګرځيدلی دی.

 

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د قوماندان پیرمقُل له وژل کیدو یوه ورځ وروسته، د دې جهادي قوماندان د وژل کیدو څرنګوالي پوښتنه ځیږولې ده.

د ملي روغې جوړې لویې شورا مرستیال عنایت الله بابرفرهمند، د دې سیمه ییز قوماندان وژل کیدل موخه ییز بولي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې، پیرمقُل ضیايي له طالبانو سره له جګړې ستنیدو پرمهال، د تخار رستاق ولسوالۍ په یوې کراره سیمه کې له تلفوني اړیکې وروسته تر توغندی برید لاندې راغلی دی.

ښاغلي فرهمند ویلي دي: “ آمر پیرمقُل له طالبانو سره جګړې څخه ستنیدو پر مهال د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ په یوې امنه سیمه کې له خپلو سلو سرتیرو سره پلې کیږي. ټلفن ته یې زنګ راځي، د خبرو پر مهال یې پر سر توغندی لګیږي. د هغه له دوو ساتونکو پرته نور هیچا ته په کې زیان نه رسیږي.”

د هغه په وینا، له دا ډول وسلې څخه ګټنه په هیواد کې بېسارې ده او کشفي او استخباراتي بنسټونه باید دا پیښه په جدي توګه وڅيړي.

د ولسي جرګې غړی امیرمحمدخاکسار هم د دې جرګې په نننۍ ناسته کې (دوه نۍ، د غويي/ثور ۱۳مه) د قوماندان پیرمقُل وژنه موخه ییزه وبلله او د امنیتي بنسټونو له لوري یې د دې پیښې د څيړنې غوښتنه وکړه.

سترو امنیتي چارواکو تر اوسه د دې ادعاو په اړه څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ د تخار پولیسو وویل چې قوماندان پیرمقُل له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د تخار د والي ویاند، حامد مبارز هم ویلي چې دا جهادي قومندان، تیره ورځ له وسله والو مخالفینو سره په مخامخه جګړه کې وژل شوی دی.

پیرم قل ضیایي، له جهادي قومندانانو او په تخار ولایت کې له طالباني ضد څهرو څخه وو.

هغه د جهاد د دورې پرمهال، د ملي اتل احمدشاه مسعود د مرستیال او د پنځلسمې تقنینې دورې پرمهال، په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازی وو. قومندان پیرم قل له اتو کلونو راپدیخوا د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند د مرستیال په توګه فعالیت درلود.