په ننګرهار کې په درییو جلا پیښو کې څلور تنو واکسیناتورانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ننګرهار له عامې روغتیا ریاست څخه سرچینې وايي چې په درییو جلا جلا پیښو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو څلورو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی د دې خبر پخلی خو وايي چې په دې پیښه کې د دې بنسټ یوازې یوه کارکوونکي ژوند بایللی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
ښاغلی خوګیانی زیاتوي چې دا پیښې په خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو او همدا شان جلال آباد ښار کې رامنځته شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو موده مخکې هم په جلال آباد ښار کې درې ښځينه واکسیناتورانې د ناپيژانده وسله والو کسانو له لوري وژل شوې وې.