د سولې د سترې شورا یو غړی وایې اټکل کیږي د افغانستان یو ۲۵ کسیز پلاوی سبا بیجینګ ته سفر وکړي،چین او افغانستان پر هغې سولې ټینګار کړیدی چې د افغانستان د دولت پر مدیریت ترسره شي.
د افغانستان د سولي په اړه د بیجینګ ناسته چې تمه وه د اکټوبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شوی وای،د نا څرګند لامل له کبله وځنډیده.
اوس د سولې د سترې شورا مرستیال وایې اټکل کیږي د حکومت یو ۲۵ کسیز پلاوی په دې ناسته کې د ګډون لپاره سبا دچین پلازمینې بیجینګ ته سفر وکړي.
د سولې د سترې شورا مرستیال دینمحمد عزیزالله ټينګار کوي چې د دې پلاوی له سفر یوه ورځ وروسته،به د افغانانو ترمنځ ناسته ترسره شي،خو د دې ناستې د بیا ځنډ اټکل شتون لري.
پرون ماښام (دوه نۍ د لړم/عقرب ۱۳مه د نومبر ۴مه)ولسمشر غني هم د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره د سولې د بهیر په اړه خبرې اترې لرلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ،دواړو لوریو په دې خبرو اترو کې د هغې سولې پر بهیر ټينګار کړی دی چې د افغانستان د خلکو او حکومت په مدیریت ترسره شي.
له بلې ولسمشر غني د ملي شورا له یوشمیر غړو سره په لیدنه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی دی چې هر هغه بدلون چې رامنځته کیږي د هیواد د اساسي قانون پر بنسټ به وي.
هغه زیاته کړه: ضرور ده چې په سوله کې ګذشت وې،په سوله کې لویه غیږه وې،او دسولې خبره داده چې جنګ ګټونکی نه لری او په سوله کې اصلي ګتونکی د افغانستان ولس دی،خو په دې کې باید واقعن تعامل او تدبیر وې.
مخکې له دې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د دې ډلې د بریدونو زیاتوالی له کبله د ولسمشر ټرامپ په سپارښتنه ودریدې.
اوس مهال یو شمیر شنونکي د یوې بشپړې کورنۍ اجماع نشتون او د بهرنیو ځواکونو حضور د سولې پر وړاندې اصلي خنډ بولي او ټينګار کوي چې د سولې په اړه د آند اجماع نشتون په صورت کې به په دې برخه کې د حکومت هڅې هیڅ ځای ته ونه رسیږي.
د سیاسی چارو شنونکي وحید مژده آگاه وویل:د افغانستان ستونزه هغه مهال حل کیږي چې په هیواد کې د خلکو ترمنځ یو والی رامنځته شي تر څو ټول خپل دوست او دښمن درک کړي.د افغانستان د ستونزو د حل یوه لار،د اوسنۍ جګړې قربانیانو ترمنځ د پل رامنځته کیدل دي.
د افغانستان د ژغورنې د لارې د شورا مشر سید اکبر آغا هم په دې اند دی چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته به د افغانستان ستونزه حل نشي.
هغه زیاته کړه:د سولې ټینګښت لپاره باید یوه واحده طرحه رامنځته شي او لیدلوري هم یو شي،سوله لاهم د افغانستان د خلکو اساسي لومړیتوب دی،د بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته سوله نشي ټینګیدلای،د سولې د ټینګښت لپاره باید بهرنیانو زمونږ له هیواد څخه بهری شي.
په تیرو دو کالونو کې،روسیې،چین،اوزبیکستان،ایران،پاکستان،قزاقستان او قطر هیوادونه د افغانستان دسولې په اړه د څو ناستو کوربه وول،نږدی دوه اونۍ وړاندې هم مسکو په دې اړه د امریکا،روسیې،چین او پاکستان څلور اړخیزې ناستې کوربه وو.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په تهران کې په یوې ناسته کې ویلي دي چې دا هیواد د سولې په هغه بهیر کې ګډون نه کوي چې د افغانستان دخلکو استازي حضور ونه لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي