1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

چین ته د طالبانو د یوه پلاوي سفر

Taliban to china
23 Sep 2019

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ملاعبدالغنی برادر په مشرۍ نهه کسیز پلاوی، د يوې نۍ په ورځ(د سپټمبر په ۲۲ مه)چین ته سفر او د دې هیواد له ځانګړي استازي سره یې لیدنه وکړه.

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دواړو لوریو  د افغانستان د کړکیچ سوله ییز حل لپاره د یوې ښې لارې په توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي شاهین همدا شان له ملا برادر څخه په حواله لیکلي دي: ” مونږ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مذاکرات تر سره کړل او یوې هر اړخیزی توافقنامې ته ورسیدو. اوس که د امریکې ولسمشر له خپلې خبرې اوړي او خپلې ژمني نه مني، نو په افغانستان کې د هر‌‌‌‌‌‌ډول وراني او وینې توئيدنې مسئولیت به یې په غاړه وي.

مخکې له دې د طالبانو پلاوي مسکو ته په خپل سفر کې هم د دې ډلې او امریکا تر منځ خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې وه او همدا شان هیښتیا یې ورکړې وه چې که چیری امریکا ور سره خبرې اترې ونه کړي،په افغانستان کې به  ددې هیواد د ځواکونو پر وړاندې خپلو جګړو ته دوام ورکړي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي