1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

چین له افغانستان سره د کرونا د ۴۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کوي

FB_IMG_1614516899629
01 Mar 2021

تمه ده چین له افغانستان سره د کرونا ۴۰۰ زره دوزه واکسین مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې پربنسټ په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د عامې روغتیا وزارت له واکپال وحیدمجروح سره په لیدنه کې ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان له حکومت سره د کرونا د واکسین مرستې ته چمتو دی.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت واکپال د کرونا واکسین د دې ویروس په شنډیدو کې د روغتیا سکټور له مهمو اړتیاو بللې دي.

په همدې حال کې ښاغلي وانګ په افغانستان کې د چین هیواد د مرستو پر دوام ټینګار سره ویلي دي چې د کرونا ویروس کړکیچ د جمهوریت روغتون طبي دستګاو فعاله کیدو په برخه کې د دې هیواد مرستې ځنډولې وې او تمه ده د حالت له عادي کیدو وروسته په دې برخه کې د چین د همکاریو بهیر پیل شي.

مخکې له دې هندوستان هم له افغانستان سره د کرونا واکسین مرسته کړې وه.