1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ډیویډ پټریوس: د ځواکونو وتل به د افغانستان بې پایه جګړې ته د پای ټکی کښی‌نږدي

David-Petraeus-reporters-view-Pentagon-Iraq-military-2007-1536x1020
05 May 2021

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مخکینی قومندان وایي، چې طالبان ډیرۍ یرغلیزه تګلاره لري او دې ډلې د مې میاشتې له لومړۍ، خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

 

د طالبانو د بریدونو ډيرښت او د کورنیو جګړو پیل، له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته،په افغانستان کې دوه وړاندې وینه شوې سناریو دي.

په دې وروستیو کې د په افغانستان کې د آمریکايي ځواکونو مخکېني قوماندان ویلي دي چې، وتل به یوازې د آمریکا د پوځي حضور د پای لامل شي نه په افغانستان کې د جګړې د پای لامل.

د دیویډ پټریوس له فرانس ۲۴ شبکې سره په مرکه کې ویلي: “دا په یاد ولرو د ځواکونو ایستل، د افغانستان نه پایته رسیدونکې جګړې ته د پای ټکې کې نه ږدي، ایستل یوازې د آمریکا او ایتلاف پوځي حضور ته د پای ټکی ږدي.”

د پټریوس په باور، طالبان ډیرۍ یرغلیزه تګلاره لري؛ له دې کبله، په م ېمیاشت کې د وتلو د بهیر پیلیدو سره، دې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخکیني قومندان زیاته کړې ده: “اوسنۍ ستونزه پوځي حل لاره نه لري، طالبان په دې عقیده باوري نه دي او ډيری یې یرغلیز دریځ نیولی دی. دوی د مې لومړۍ ورځ په سترو بریدونو پیل کړه، خو دا بریدونه بیا د افغان امنیتي ځواکونو له لوري په ګټوره توګه په شا تمبول شوې.”

د بایډن د ادارې د مهال ویش پر بنسټ، آمریکايي ځواکونه د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ مې په بشپړه توګه له افغاندستان څخه بهر کیږي؛ هغه پریکړه چې یو شمیر سیاستوال یې د ناوړه پایلو په اړه هیښتیا ورکوي، خو حکومت بیا هغه یو فرصت بولي.

ظاهرآ د خلیل‌زاد د نوي سفر موخه هم، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له ایستلو وروسته په دې هیواد کې د ټیکاو دټينګښت لپاره د سیمې همکارۍ ویل شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره آمریکا ځانګړي استازي د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په لیدنه کې د سولې پر بهیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر سر خبرې کړې او د تاجیکستان ولسمشر په دې برخه کې د دوشنبې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی.

زلمي خلیل‌زاد په یوې خبري ناسته کې وویل: “د خبرو موخه دا وه چې څرنګه کولای شو همکارۍ وکړو چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي او څرنګه کولای شي داسې همکاري وکړو چې افغانستان د مرکزي آسیا په ځانګړې توګه تاجیکستان او سویلي آسیا ترمنځ د پله په څیر اوسي.”

له دې سره هم مهاله، اروپايي ټولنې او هند د یوې ګډې اعلانپاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې تاوتریخوالی غندلی او په هیواد کې سیاسي هوکړې ته د رسیدنې غوښتنه یې کړې ده.

 د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر او د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار کړی چې د سولې د هوکړې ماهیت او پایله به یې، په افغانستان کې د نړۍ د مرستو راتلونکې وټاکي.

به افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له مهال ویش څخه د واشنګټن له اعلان وروسته، ناټو هم اعلان وکړ چې له آمریکایانو سره یو ځای افغانستان پریږدي.

اوس مهال د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان برخلیک د نړۍ په مهم بحث اوښتی دی، خو واشنګټن او د دې هیواد تګلاریزو متحدانو ډاډ ورکړی چې په دې هیواد کې به د ټیکاو ټینګښت په موخه خپله ډيپلوماسي فعاله ساتي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.