| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ښایي ناټو د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې لپاره خپل یو شمیر ځواکونه په افغانستان کې وساتي
12 Jun 2021
د ناټو لوی منشي په یوې ناسته کې وویل چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې سیاسي حضور او پراختیايي مرستو دوام لپاره د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنه مهمه ده.
ینس سټولټنبرګ ټینګار کوي چې دا تړون اوس مهال له خپلو متحدانو سره د دې هوايي ډګر د امنیت ټینګښت لپاره په خبرو بوخت دی.
اټکل کیږي چې د کابل هوايي ډګر د امنیت ټینګښت پازه، ترکي ځواکونو ته ورکړل شي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: “ترکیه اوس مهال زمونږ یو کلیدي متحد دی. د هوايي ډګر د چارو پرمخ وړلو په اړه، زمونږ له متحدانو په تیره بیا ترکیې سره خبرې اترې روانې دي چې څرنګه په هوايي ډګر کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو او ډاډه شو چې هوايي ډګر له نړیوالو معیارونو سره خپلو چارو ته دوام ورکوي.”

هغه دې سره چې وویل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د پایته رسیدو په حال کی دی، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له پوځیانو او خلکو به همداراز ملاتړ وکړي.
په دې وروستیو کې د افغانستان دولت هم د کابل هوايي ډګر معیاري کیدو لپاره له هڅو خبر ورکړی دی.
د ملي امنیت شورا د سلاکار ویاند، رحمت الله اندړ وایي چې د ملي امنیت سلاکار د هوایي ترافیک د ادارې له سیمو، اوروژونکو او ژغورنې له چوپړتیاوو، هواپيژندنې، د هوایي ډګرونو د خوندیتوب د مدیریت، راډار، مخابراتو، څارنې له سیستم او سوق او ادارې څخه لیدنه کړې او همداراز د دې ډګر امنیتي چوپړتیاوې یې ارزولې دي.
خو طالبانو بیا بهرنیو ځواکونو ته د کابل هوايي ډګر د امنیت سپارلو اړوند خبرونو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
دې ډلې په یوې اعلانپاڼه کې هیښتیا ورکړې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ساتل چې تر هر نوم لاندې وي د دوی لپاره د منلو وړ نه ده او پایله به یې هم د هغو کسانو پر غاړه وي چې داشان پریکړه کوي.
