د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، امریکا له روسیې، چین او پاکستان څخه غوښتي چې په دې بهیر کې له واشنګټن سره همکاري وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف له یوې آلمانۍ رسنۍ په مرکه کې ویلي، چې د واشنګټن د هڅو د بې پایلې پاتې کیدو په لړ کې، امریکا د سیمې د هیوادونو د همکاریو غوښتنه کړې.
هغه زیاته کړه: “آمریکا له روسیې، چین او پاکستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې او مونږ هڅه کوو چې دا ګډې هڅې مثبته پایله ولري.”
د دې روسي ډیپلوماټ په اند د سولې کلي په کابل کې ده؛هغه هم په هغه صورت کې چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ معنا لرونکې خبرې اترې پیل شي.
کابلوف ټینګار وکړ چې د دوحې د خبرو بهیر یوازې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکه ده؛ نه د ګډې اجنډا پر سر خبرې.
د افغانستان د سولې لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازی، د افغانستان د جګړو ریښه ژوره بولي او د وایي چې، هیڅ ځواک به د دې جګړې د ګلیم په ټولولو بریالی نشي.
له دې سره هم مهاله، په کابل کې هم د جګړو له زور اخیستلو اندیښنې شتون لري.
د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، عبدالله نن (څلورنۍ، غبرګولي شپږویشتمه)، په یوې وینا کې د ناټو ځواکونو وتلو لپاره د کورني چمتووالي له نشتون څخه نیوکه وکړه او ویې ویل چې دې چارې افغانستان له استثنايي حالت سره مخامخ کړی دی.
هغه همداراز وویل چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له فرصت څخه ګټنه کړې او جګړې یې ډیرې کړي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې، شهرزاد اکبر هم ویلي چې د اوربند د منلو لپاره د طالبانو په دریځ کې هیڅ بدلون ندی راغلی. هغې یو ځل بیا په هیواد کې د بیړني اوربند په اړتیا ټینګار وکړ.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د لوی منشي د ځانګړې استازې مرستیالې، مته نودسن له طالبانو ډلې وغوښتل چې تاوتریخوالی ودروي.
هغې زیاته کړه: “د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون نن پر طالبانو غږ کوي ترڅو تاوتریخوالیو ودروي او اوربند ومني. مونږ به له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړو او د افغانستان ولس لپاره به سوله راولو، دا چې دا چاره به څرنګه ترسره کړو، په مونږ پورې اړه لري.”
د جګړو د کچې ډيرښت، د دوحې بهیر تر یوه حده څنډې ته کړی دی؛ هغه بهیر چې د کار له پیله یې لس میاشتې تیریږي، خو نه دی توانیدلی د جګړې اور کم کړي.